ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال علی باقري کني په ویاناکې د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ د روانو خبرواترو په پاي کې د ځنډ درامینځةکیدا په باب وویل چې په مذاکراتو کښې د وقفې غوښتنه د ایران له خوا نه ده شوې
علي باقري کني وویل: ایران په دې پړاؤ کښې په ویانا کښې د مذاکراتو د اودریدو غوښتنه نه وه کړې بلکې له اول نه مو موافقه کړې وه چې ضروري ده د موافقې مسودې ته له رسیدو وروسته یوه دمه وکړو.
هغه زیاته کړه چې ایران له اول نه د موافقې وړ مسودې ته د رسیدو لپاره د مذاکراتو د جاري ساتلو په ضرورت باندې ټینګار درلود.
د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال هم داشان وویل: که مقابل لوري د ایران د اسلامي جمهوریت منطقي لیدتوګې او نظریې ومني نو د نوي پړاؤ خبرې اترې د مذاکراتو وروستۍ مرحله کیدې شي او په ډیر لږ وخت کښې موافقې ته رسیدې شو.
هغه واضحه کړه چې موافقې ته د رسیدو چټکتیا په مقابل لورو پورې تړلې ده.
د ویلو ده چې د ایټمي مذاکراتو په دې اووم پړاؤ کښې د ایران مذاکراتي پلاوي د عمل په یو جدي نوښت سره خپل وړاندیزي متنونه (د ظالمانه بندیزونو د لغو کیدو) او (د ایټمي مسائلو) د دوو موضوعاتو په چوکاټ کښې مقابل لوري ته وړاندې کړي دي.